د لایسنس کورس د موټر چلوني په نظري او علمي ازموینو ورکولو سره پای ته ورسېد!
یاد کورس چي په بېنوا پوهنتون کي د ترافیکو مدیریت په همکاري دایر سوی و، د پوهنتون استادانو، ادراي کارمندانو، محصلینو او د ټولني ځوانانو ګډون کړی و، یاد کورس تېره ورځ دوشنبه د موټر چلوني په نظري او عملي ازموینو ورکولو سره پای ته ورسېد؛
د بېنوا پوهنتون رهبري د ترافیکو مدیریت له پوره همکاري مننه کوي، چي د پوهنتون د کارکوونکو، محصلینو او د ټولني ځوانانو لپاره ئې یاده اساني رامنځته کړه؛
یادونه: د یاد کورس له ټولو ګډونوالو څخه هیله کېږي، چي د جواز (لایسنس) پاته کارونه دي ژر تر ژره طی مراحل کړي او بېنوا پوهنتون ته دې وسپاري.
د خبر انځورونه
2 انځورونهد انځور د لویې بڼې لیدلو لپاره پرې کلیک وکړئ.
سرچینه: د پوهنتون رسمي خبرتیا ↗
