کندهار، افغانستان • بينوا د نوښتونو کور
070 003 5222د محصلینو پورټل ↗

مصنوعي ځیرکتیا: پېژندنه، ګټې او خطرونه

مصنوعي ځیرکتیا: پېژندنه، ګټې او خطرونه

پېژندنه

مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence – AI) هغه ټکنالوژي ده، چي کمپیوټرونو او ماشینونو ته د انسان په څېر د تحصيل، فکر کولو، پرېکړي کولو او ستونزو حلولو وړتیا ورکوي.

بېلګي یې:

ChatGPT

د مخ او غږ پېژندنه

بې‌چلوونکي موټرونه

د ناروغیو تشخیص

ژباړونکي پروګرامونه

هوښیار روبوټونه

اهمیت او ګټي یې

د مصنوعي ځیرکتیا اهمیت دا دئ، چي د انسان کارونه اسانه، چټک او دقیق ترسره کوي؛

ډېر معلومات په لږ وخت کي تحلیلوي؛

انساني تېروتنې کموي؛

په روغتیا کي د ناروغیو په تشخیص کي مرسته کوي؛

په تحصيل کي د زده‌کوونکو لپاره معلومات او لارښووني برابروي؛

په سوداګرۍ کي لګښت او وخت کموي؛

په ترانسپورټ او امنیت کي اسانتیاوي رامنځته کوي؛

د نویو اختراعاتو او ټکنالوژیو په پرمختګ کي مرسته کوي؛

په لنډه توګه، مصنوعي ځیرکتیا د ژوند او کار د ښه، ګړندي او اغېزمن کېدو لپاره ډېره مهمه ده.

تاوانونه او خطرونه یې

مصنوعي ځیرکتیا ځیني زیانونه هم لري، دا کېدای سي د انسانانو ځیني دندي له منځه یوسي او د بې‌کارۍ سبب سي؛ که ناسمه استفاده ترې وسي، شخصي معلومات غلا کېدای سي او دروغ یا ناسم معلومات خپرېدای سي؛ همدارنګه، پر مصنوعي ځیرکتیا ډېره تکیه د انسان د فکر، تحصيل او خلاقیت وړتیا کمولای سي، له همدې امله باید په مسؤلانه او خوندي ډول ترې ګټه واخیستل سي.

سرچینه: د پوهنتون رسمي خبرتیا ↗