کندهار، افغانستان • بينوا د نوښتونو کور
070 003 5222د محصلینو پورټل ↗

ډیجیټل سواد؛ د نننۍ نړۍ یوه مهمه اړتیا!

ډیجیټل سواد؛ د نننۍ نړۍ یوه مهمه اړتیا!

ډیجیټل سواد؛ د نننۍ نړۍ یوه مهمه اړتیا!

نن سبا موبایل، کمپیوټر او انټرنېټ زموږ د ورځني ژوند برخه ګرځېدلي دي؛ موږ د اړیکو، تحصيل، کار او معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ترې استفاده کوو؛ خو ایا یوازي د موبایل استعمال زده کول کافي دي؟

ډیجیټلي سواد یعني د ټکنالوژۍ د سم، خوندي او اغېزمن استعمال پوهه او مهارت دا موږ ته راښيي، چي څنګه ګټور معلومات ولټوو، د معلوماتو اعتبار وارزوو، خپل شخصي معلومات خوندي وساتو او په انلاین نړۍ کښي مسؤلانه چلند وکړو؛

هر څه چي په انټرنېټ کښي وینو، حتمي رښتیا نه دي، یو خبر، عکس یا ویډیو کېدای سي ناسم، زوړ یا له خپل اصلي مطلب څخه بېل خپور سوی وي؛ د شریکولو مخکي ئې سرچینه، نېټه او اعتبار وګورئ؛ ځکه زموږ یو بې‌احتیاطه کلیک هم ناسم معلومات خپرولای سي؛

خپل شخصي معلومات وساتئ، قوي او بېلابېل پاسورډونه وکاروئ، د امکان په صورت کښي دوه‌ پړاویزه تایید فعاله کړئ او خپل پاسورډ یا د تایید کوډ له چا سره مه شریکوئ؛

له انلاین دوکو ځان خبر کړئ، د جایزو، وړیا پیسو او غیر معمولي وړاندیزونو پیغامونه په احتیاط وګورئ، پر ناپېژندل سویو لینکونو کلیک مه کوئ او د پیسو یا معلوماتو له ورکولو مخکي د غوښتني اعتبار معلوم کړئ؛

په انټرنېټ کښي هم د نورو درناوی وکړئ، د چا سپکاوی مه کوئ او د نورو عکسونه یا شخصي معلومات د هغوی له اجازې پرته مه خپروئ؛

ټکنالوژي د تحصيل وسیله وګرځوئ، له انټرنېټ څخه د ژبو، مسلکي مهارتونو او نوو معلوماتو د زده کولو لپاره استفاده وکړئ، د استعمال وخت ئې هم تنظیم کړئ، څو خوب، مطالعه او کورنۍ اړیکي مو زیانمني نه سي؛

ماشومانو ته هم دا مهارتونه ور زده کړئ، هغوی ته وښیاست چي کوم معلومات شخصي دي، له ناپېژندل سویو کسانو سره څنګه احتیاط وکړي او که له کوم ځورونکي حالت سره مخ سي، له یوه باوري مشر څخه مرسته وغواړي؛

راځئ، ډیجیټلي سواد ته د یوې اړتیا په سترګه وګورو او د ټکنالوژۍ سم استعمال تحصيل.

سرچینه: د پوهنتون رسمي خبرتیا ↗