کندهار، افغانستان • بينوا د نوښتونو کور
070 003 5222د محصلینو پورټل ↗

ډیجیټلي بدلون؛ د یوه پرمختللي راتلونکي پر لور!

ډیجیټلي بدلون؛ د یوه پرمختللي راتلونکي پر لور!

ډیجیټلي بدلون؛ د یوه پرمختللي راتلونکي پر لور!

ډیجیټلي بدلون دې ته وايي، چي د ټکنالوژۍ په مرسته خپل کارونه، خدمتونه او د کاروبار طریقې ښه کړو؛ څو کارونه په لږ وخت، لږ لګښت او ښه کیفیت ترسره سي؛

د بېلګي په توګه، یو دوکاندار کولای سي د کاغذي کتابچو پر ځای خپل حسابونه په کمپیوټر یا موبایل کښي ثبت کړي، د توکو موجودي معلومه کړي، د انټرنیټ له لاري فرمایشونه واخلي او له پېرودونکو سره پر وخت اړیکه ونیسي؛

همدارنګه ښوونځي د انلاین تحصيل، روغتونونه د ناروغانو د منظمو ډیجیټلي دوسیو او ادارې د برېښنايي خدمتونو له لاري خلکو ته اسانتیاوي برابرولای سي.

د ډیجیټلي بدلون مهمي ګټي

• د وخت او لګښت سپما؛

• د تېروتنو کمېدل او د کارونو چټکتیا؛

• خلکو او پېرودونکو ته اسانه خدمتونه؛

• معلوماتو ته پر وخت لاسرسی؛

• د کره معلوماتو پر بنسټ غوره پرېکړي.

د دې بدلون د بریا لپاره د خلکو روزنه، د نویو مهارتونو تحصيل او د کار د طریقو ښه کول هم اړین دي؛ هره نوې وسیله باید یوه څرګنده ستونزه حل کړي او د خلکو کار اسانه کړي، د معلوماتو خوندیتوب او د شخصي حریم ساتنه هم باید ورسره په پام کښي ونیول سي؛

بدلون له کوچنیو ګامونو پیلېږي؛ د حسابونو منظمول، د انلاین خدمتونو تحصيل او د یوه ګټور ډیجیټلي مهارت ترلاسه کول د پرمختګ پیل کېدلای سي.

سرچینه: د پوهنتون رسمي خبرتیا ↗