کندهار، افغانستان • بينوا د نوښتونو کور
070 003 5222د محصلینو پورټل ↗

د شکري ناروغۍ د پوهاوي نړیواله ورځ

د شکري ناروغۍ د پوهاوي نړیواله ورځ

د شکري ناروغۍ د پوهاوي نړیواله ورځ

شکره څه ده؟

شکره هغه ناروغي ده، چي د انسان په وینه کي د ګلوکوز (قند) اندازه لوړېږي؛ که کنټرول نه سي، د زړه، پښتورګو، سترګو او اعصابو د زیان لامل کېدای سي.

څنګه د شکري ناروغۍ مخنیوی کولای سو؟

1. منظم ورزش وکړئ: هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې چټک قدم وهل یا نور مناسب ورزش وکړئ؛

2. د خوړو خیال وساتئ: سبزي، مېوې، لوبیا او غلې دانې زیاتي وخورئ؛

3. بوره کمه کړئ: خواږه مشروبات، انرژي څښاک، ډېري خوږې او شیریني په لږ اندازه وخورئ؛

4. وزن کنټرول کړئ: د بدن اضافي وزن کمول د شکري د مخنیوي لپاره ډېر مهم دي؛

5. له سګرټو ځان وساتئ: سګرټ او تمباکو د شکري او زړه ناروغیو خطر زیاتوي؛

6. وخت پر وخت معاینات وکړئ: په ځانګړي ډول هغه کسان چي په کورنۍ کي د شکري سابقه لري، باید د ویني شکر معاینه کړي.

د شکري مهمي نښي

* ډېره تنده؛

* ډېر ادرار کول؛

* بې دلیله وزن کمېدل؛

* دوامداره ستړیا؛

* د سترګو د لید کمزوري.

سرچینه: د پوهنتون رسمي خبرتیا ↗