خبرونه او خبرتیاوې

ټولو قدرمنو محصلينو ته خبر وروکول کيږی چی د روان کال فاينل امتحانونه د جدی د مياشتی پر ۶ نيټه شروع کيږی
📜 د امتحان اصول او مقررات:
په ازموينه کی لاندی اصول مراعاتول لازمی دی کومی چی د امتحاناتو د کميټی د مجالسو په نتيجه کی رامنځته شوی، فاينل ازموينه د لاندی مقرراتو مطابق اخيستل کيږی:
· هيڅ محروم محصل نشی کولای چي د هماغه مضمون په ازموينه کی ګډون وکړی
· که يو محصل د نصف کريډيټ څخه په ډيرو کی محرم وی هغه د سمسټر رپيټ ګڼل کيږی نوموړی سمسټر به بيا ځلی وايي.
· هر استاد ته په خپل مضمون کی محروم محصلين معلوم دی نوموړی قانونی کړنی اجرأ کول لازم دی
· د امتحان په صحنه کې د موبایل تلیفون راوړل او استعمال کول په کلکه منع دي.
· استادان راوړل شوی موبایلونه د ازموینی د شروع څخه مخکی د محصلينو څخه اخلی.
· ټول محصلین باید له امتحان څخه مخکې خپل Clearance (کلیرنس) بشپړ کړی وي.
· هر ډول نقل کول منعه دی
· امتحان ټول قانونی مراحل بشپړ شی او د لوړ تحصيل د وزارت د امتحاناتو لايحه په نظر کی ونيول شی.